په هانګ کانګ نړۍوال هوايي ډګر کي يوه باروړونکې الوتکه د کښته کېدو پر مهال له خپل مسير څخه وتلې او د ډګر څنډي ته نژدې د سمندر اوبو ته لوېدلې ده.
د راپورونو له مخي په دې پېښه کي دوه تنه وژل سوي دي.
دا پېښه د دوشنبې په سهار شاوخوا د ۳:۵۰ بجې رامنځ ته سوې ده.
هغه انځورونه چي وروسته خپاره سوي، ښيي چي د بوینګ ۷۴۷ ډوله الوتکه دمسير څخه اوښتې او د هوايي ډګر ترڅنګ دسمندر په اوبو کي ولاړه ده.
د اسکای نیوز د معلوماتو له مخي، ياد الوتکه د دوبۍ څخه د هانګ کانګ پر لور الوتلې وه. چارواکي وايي، د پېښيدقيق علت تر اوسه نه دئ څرګند، خو څېړني ئې په اړه پيل سوي دي.
