د پروان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د یکشنبې په ورځ (د میزان ۲۷مه) د شینواري ولسوالۍ په یوه جومات کي د لاسي بم د چاودنې له امله ۹ تنه ټپیان سوي دي.
په ورته وخت کي د پروان ولایت ط..البانو هم ياده پېښه منلې ده او څراغ تلوېزيون ته ئې ويلي دي، چي دا پېښه د ماښام د لمانځه پر مهال هغه وخت رامنځ ته سوه چي یو کس د بېاحتیاطۍ له امله خپله لاسي بم ځمکي ته وغورځاوه، چي له امله ئې ۹ کسان ټپيان سوي دي.
د پروان ولایت ط..البان وايي چي ددغي پېښي په اړه ئې څېړنی پيل کړي دي
