خواجه آصف: د پاکستان او ط..البانو اړیکي عادي کېدو ته نژدې سوي

د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه آصف، ویلي چي له ط..البانو سره د پاکستان اړیکي د عادي کېدو په حال کي دي. نوموړي دا څرګندوني تېره شپه له الجزیرې سره په یوه ځانګړې مرکه کي وکړې.
خواجه آصف ويلي، د ډیورنډ فرضي کرښي دواړو غاړو ته وضعیت ښه دئ او پاکستان ته دا مهال کوم فوري امنیتي ګواښ نه احساسېږي.
هغه زیاته کړه چي د دواړو خواوو ترمنځ د سولي پرېکړه سوې او تمه لري چي اړیکي به ژر عادي حالت ته راسي.
د پاکستان د دفاع وزیر همداراز ټینګار وکړ چي د وروستي توافق لاسته راوړني باید وساتل سي او دا به په راتلونکو اونیو او میاشتو کي روښانه سي چي وضعیت څنګه پرمختګ کوي.
بايد وويل سي، چي خواجه آصف دغه څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي څو ورځي وړاندي ئې ويلي وه، چي د پاکستان او ط..البانو ترمنځ اړيکي خرابي دي او د پاکستان دولت د ط..البانو څخه ناخوښه دئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights