ریچارد بنت: د ط..البانو او پاکستان تر منځ اوربند مهم او مثبت ګام دئ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارد بنت، د ط..البانو او پاکستان تر منځ د سوي اوربند هرکلی کړی او دا ئې د سیمه‌ییز امنیت له پاره حیاتي بللی دئ. ښاغلي بنت د دوشنبې په ورځ په خپل پیغام کي ویلي چي په وروستیو شخړو کي ملکي وګړي زیانمن سوي. هغه په دغه پيغام کي د قربانیانو د‌ کورنۍ سره خواخوږي ښودلې.
بنت زیاته کړې: «د ولسي وګړو ژوند او خوندیتوب باید وساتل سي او د ولسي خلګو د خونديتوب په برخه کي نړۍوالو قوانينو ته بايد د ناوی وسي.» نوموړي د اوربند په برخه کي د ټولو هڅه کوونکو، په ځانګړي ډول د قطر د دیپلوماسۍ، مننه او ستاینه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights