ط..البانو په فارياب کي دوو کسانو ته تعزيري سزا ورکړې

د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دوه کسان ئې په عام محضر کي د خلګو د سترګو په وړاندي د نامشروع اړيکو په تور په دورو وهلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کسان ئې په عام محضر کي ۳۹-۳۹ دورې وهلي دي.
خبرپاڼه دغه راز زياتوي چي دغه کسان ئې په يو کال تنفيذي بند‌ سزا هم محکوم کړي دي.
بايد وويل سي، چي دوې ورځي وړاندي ط..البانو يو کس د‌قتل په تور په بادغيس کي هم اعدام کړی و

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights