په امریکا کي د مصنوعي ځيرکتيا (ChatGPT) له لاري د جرم افشا کېدل د نوي زمانې عجيبه قضيه وه.
د ۲۰۲۵م د اګست پر ۲۸مه د امريکا د ميسوري ايالت په يوه کالج کي سهار وختي د پارکينګ ساحه له يوې ارامي فضا څخه د ناڅاپي تاوتريخوالي ډګر ته واوښته. په يوازي پنځه څلوېښت دقيقو کي د ۱۷ موټرو ښيښې ماتي سوې، وايپرونه يې راايستل سول او د موټرو پر بدنونو د ډبرو او سوکانو نخښي پاته سوې، چي په زرګونه ډالره مالي زيان يې هم واړاوه.
پوليسو د يوې مياشتي اوږدې څېړني وروسته د پېښي شواهد راټول کړل، د بوټانو نخښي، د عيني شاهدانو څرګندوني، او د امنيتي کمرو فلمونه او نور…
خو اصلي تورن هغه مهال معلوم سو، کله چي يو ۱۹ کلن محصل راين شيفر (Ryan Schaefer) په خپله د ChatGPT په خبرو کي خپل جرم ومانه.
له پېښې لږ وروسته، شيفر د خپل موبايل له لاري ChatGPT ته وليکل:
“یار، زه په څومره ستونزه کي يم؟ فرض يې کړه ما څو موټرونه مات کړل، ګډوډي مي وکړل او نور….”
همدا خبري وروسته د پوليسو د راپور برخه وګرځېدلې، او د همدې پر بنسټ پرې دعوه ثبت سوه. دا د نړۍ لومړۍ پېښه بلل کېږي، چي يو کس د مصنوعي ځيرکتيا له وسيلې سره د خبرو پر مهال ځان مجرم ثابتوي، او د هماغي خبري متن د ثبوت په توګه کارول کېږي.
خو دا يوازينۍ پېښه نه وه. له هغې يوازې يوه اونۍ وروسته، د ChatGPT نوم يو بل ستر جرم کي هم راغلی. په دې قضيې کي ۲۹ کلن جوناتن رنډرکناکت (Jonathan Renderknacht) ونيول سو، چي ګمان کېږي د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ په مياشت کي يې د کاليفورنيا د پالی سېډز (Palisades) سيمه کي اور بل کړی وو، هغه اور چي زرګونه کورونه او کاروبارونه يې وسوځول او ۱۲ تنه پکښي ووژل سول.
د پوليسو په وينا، رنډرکناکت د اورلګولو له مخکي له مصنوعي ځيرکتيا غوښتنه کړې وه چي د “سوځېدونکي ښار” انځورونه جوړ کړي.
دغه ډول پېښې ښيي چي مصنوعي ځيرکتيا ښايي د راتلونکو جنايي پلټنو يوه مهمه سرچينه وګرځي. د OpenAI مشر سيم آلټمن (Sam Altman) وايي، د ChatGPT له لاري سوي خبري هيڅ قانوني محرمیت نه لري. دا نه يوازي د ټيکنالوژۍ د محرمیت جدي اندېښنه راولاړوي، بلکي دا هم څرګندوي چي خلک څومره شخصي معلومات ورسره شريکوي.
آلټمن د همدې کال په يو پودکاسټ کي وويل:
“خلک د خپل ژوند تر ټولو شخصي خبري له ChatGPT سره شريکوي. ځوانان دا د يو مشاور يا رواني ډاکټر په څېر کاروي، کله چي د اړيکو يا ژوند له ستونزو تېرېږي… خو دا خبري هغه قانوني خوندیتوب نه لري، لکه هغه چي له يو اصلي ډاکټر، وکيل يا معالج سره کېږي.”
نن ورځ د ChatGPT په څېر مصنوعي ځيرکتيايي وسايل د خلکو د ورځني ژوند برخه ګرځېدلې، له کورنيو انځورونو سمولو او خريدونو تر طبي مشورو او حتا د حقوقي سندونو د تشريح پورې. د OpenAI وروستۍ څېړني ښيي چي خلک دا وسيله د درملو، سودا، مشورو او حتا د نقش لوبولو (Roleplay) لپاره هم کاروي.
دا کيسي يو مهم پيغام لري: مصنوعي ځيرکتيا يوازي يو تخنيکي وسيله نه ده، بلکي يو نوی ټولنيز او قانوني ځواک ګرځېدلی، چي کولای سي هم د جرم د افشا وسيله وي او هم د محرمیت د لهمنځه تلو نخښه، په دې اساس ددې الې پر سمه کارېدنه سم ټينګار په کار دئ.
