خواجه اصف: د ټي ټي پي سره د پاکستان دولت هېڅ وخت د خبرو ميز ته نه کښيني

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي، چي په قطر کې ئې د افغان ط..البانو له استازو سره خبري کړي دي، خو په ټینګار سره زیاتوي چي له تحریک ط..البان پاکستان (TTP) سره به هېڅکله مذاکرات ونه کړي.
که څه هم خواجه اصف له افغان ط..البانو سره د خبرو دروازې پرانستي ساتي، خو له پاکستاني ط..البانو سره د خبرو په کلکه انکار کوي، چي دا دریځ د پاکستان د سیاست دوه‌ګوني او ضد و نقیض چلند ته اشاره کوي.
ګڼ شمېر شنونکي باور لري، چي پاکستان له یوه لوري د ط..البانو د ملاتړ پټه سابقه لري، خو کله چي دا ګواښ خپلي خاوري ته نژدې سو، بیا ئې له مذاکراتو انکار کوي.
د چارو شنونکي وايي، د پاکستان دا ډول دوه‌مخیز سیاست نه یوازي د سیمي امنیت ته زیان رسوي، بلکي د پاکستان د داخلي ستونزو د ژورېدو لامل هم کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights