د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر، معصوم ستانکزي، پر پاکستان توندي نیوکي کړي او ویلي ئې دي چي د افغانستان د ناورین رامنځ ته کول د پاکستان د اوږدمهاله سیاست یوه برخه ده.
ستانکزي په ټینګار ويلي، تر هغه وخته چي پاکستان خپل دریځ او پالیسۍ واقعاً بدل نه کړي، نه یوازي افغانستان به له کړکېچ سره مخ وي، بلکي خپله پاکستان به هم له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان سي.
د ستانکزي په خبره، د ګاونډي هیوادونو د لاسوهني دوام د سیمي ثبات له خطر سره مخ کوي، او د ستونزو اصلي حل یوازینی لاره د پاکستان د سیاستونو ریښتینی بدلون دئ.
هغه ويلي د پاکستان د ايجاد سره سم پهافغانستان کي د نا امنۍ اور بل سوی دئ.
