د پاکستان یو لوړپوړی دولتي پلاوی نن کابل ته سفر کوي، څو له ط..الب چارواکو سره د امنیت، سوداګرۍ او اړیکو د پراختیا په اړه مهمي خبري ترسره کړي. د دې سفر موخه د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د اړیکو نرمول، د سوداګرۍ پراختیا او د تګ راتګ د اسانتیاوو رامنځ ته کول یاد سوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، چي په دې پلاوي کي به د بهرنیو چارو، سوداګرۍ، اقتصاد او امنیتي ادارو استازي شامل وي.
ټاکل سوې ده چي پاکستانی پلاوی به د ط..البانو د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره جلا جلا ناستي ولري او د دواړو هیوادونو ترمنځ پر راپورته سوو ستونزو او همکاریو به خبري وکړي.
