پاکستان تر ۲۱ زره ډېر افغانان د‌پنجاب ايالت څخه ايستلي

د پنجاب پولیسو اعلان کړی، چي د بې اسناده بهرنیانو د ایستلو پروسه په دې ایالت کي په چټکۍ سره روانه ده.
د پولیسو د معلوماتو له مخي، یوازې د روان پړاو په ترڅ کي له ۲۱ زره او ۹۰۰ څخه زیات بهرنیان، چي ډېری ئې افغانان دي، له پنجاب ایالته ایستل سوي دي.
د پنجاب پولیسو د اېکس پر ټولنیزه شبکه لیکلي، چي‌ دا عملیات د قانوني اسنادو نه لرونکو بهرنیو وګړو د ایستلو دریم پړاو برخه ده.
چارواکي وایي، دا لړۍ به تر هغې روانه وي، څو ټول هغه افغانان چي قانوني اسناد نه لري، له دې ایالته ايستل سوي دي.
پولیسو همداراز ټینګار کړی چي دا اقدامات د امنیت د ټينګښت او د قانون د پلي کولو له پاره ترسره کېږي.
د یادوني وړ ده، چي په وروستیو میاشتو کي د پاکستان حکومت له خوا د بې اسناده افغان وګړو د ایستلو پروسه چټکه سوې او له دغه هيواد څخه ئې زرګونه افغان کډوال ايستلي دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights