د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، دسې شنبې په ورځ ويلي، چي د بګرام پوځي اډې ته د امریکایي ځواکونو احتمالي بیا ستنېدل نه یوازي د افغانستان، بلکي د ټولي سیمي هیوادونو له پاره جدي اندېښنه او ستر ګواښ رامنځ ته کوي.
بقایي زياتوي، د بهرنیو ځواکونو حضور د سیمي د امنیت او ثبات له پاره خطرناک دئ او دا ډول ګامونه کولای سي د سیمي د هیوادونو ترمنځ بېباوري او کړکېچونه زیات کړي.
نوموړي ټینګار وکړ چي ایران د افغانستان او سیمي د پایداره سولي او ثبات پلوي دئ او د هر هغه اقدام مخالف دئ چيد سیمي امنیت ته زیان رسوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند له نړۍوالي ټولني وغوښتل چي د افغانستان د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی وکړي او د بهرنیو پوځي مداخلې مخه ونیسي.
د یادوني وړ ده چي بګرام پوځي اډه، چي د افغانستان په پروان ولایت کي موقعیت لري، پخوا د امریکایي ځواکونو ستر مرکز و، خو له ۲۰۲۱ کال راهیسي له امریکایي ځواکونو څخه تشه پاته ده. اوس د امریکایانو احتمالي بیا ستنېدل د سیمي د هیوادونو ترمنځ اندېښني راپورته کړي دي
