د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، نیکلاس فالکونر، د ط..البانو او پاکستان ترمنځ د اوربند له اعلان څخه هرکلی کړی او هغه ئې د سیمي د ثبات له پاره مهم ګام بللی دئ.
فالکونر د سې شنبې په ورځ پر ایکس پاڼه لیکلي، چي د سیمي ثبات ته جدي اړتیا سته او د اوربند دوام، همداراز د ټولو اړخونو همکاري، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې له پاره بنسټیز ارزښت لري.
نوموړي همداراز د قطر او ترکیې هڅي ستایلي چي د تاوتریخوالي د کمولو او د سولي د خبرو له پاره ئې زمینه برابره کړې ده.
فالکونر ټینګار کړی، بریتانیا به د سیمي له هیوادونو سره د سولي او ثبات له پاره همکارۍ ته دوام ورکړي
