د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چي په ټول افغانستان کي به ۱.۵ میلیونه ماشومانو ته، چي په ۱۵ زره ښوونځیو کي زدهکړه کوي، تعلیمي توکي ورکوي.
د یونیسف په وینا، دغه توکي چي بستې، کتابچې او پنسلونه په کښي شامل دي اړمنو ماشومانو ته ورکول کېږي.
یونیسف زیاتوي، دا مرستي د نړۍوال بانک د جنوب اسیا څانګي په همکارۍ وېشل کېږي، څو د هغو ماشومانو ملاتړ وسي چي د فقر او اقتصادي ستونزو له امله ئې کورنۍ نه سي کولای تعلیمي وسایل ورته برابر کړي.
دا په داسي حال کي ده چي د ط..البانو له بیا واکمنېدو راهیسي له شپږم ټولګي پورته نجوني له زدهکړو محرومي سوي او له ۱.۲ میلیونه زیاتي نجونيښوونځیو ته نه سي تللی
