یو شمېر افغان سوداګر او موټرچلوونکي وايي، له لسو ورځو راهیسي د خوست د غلامخان بندر لاره د پاکستان له خوا د سوداګرۍ پر مخ تړل سوې ده. د هغوی په وینا، پاکستاني چارواکو د بېځایه پلمو په اساس د تګ راتګ مخه نیولې او باروړونکي موټر ئې د سرحد دواړو غاړو ته درولي دي.
سوداګر زیاتوي، د لاري د تړل کېدو له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزي تبادلې سختي اغېزمني سوي دي او سلګونه ټنه تجارتي توکي لکه مېوې، سبزيجات او صنعتي مواد د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي.
موټرچلوونکي وايي، هره ورځ د درېدو له امله مالي زیانونه ویني او هېڅ اړوند چارواکي د ستونزې د حل له پاره اقدام نه کوي. هغوی له دواړو هیوادونو غواړي چي د لاري د ژر خلاصولو له پاره دي عملي ګامونه واخلي
