ط..البانو په غزني کي يو کس د غلا په تور په ۱۲ کاله بند محکوم کړی

د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي چي په غزني ولايت کي ئې يو کس د غلا په تور په عام محضر کي ۳۹ دورې وهلی دئ.
په خبرپاڼه کي دغه راز ويل سوي، چي په غلا تورن دغه کس ته ئې ۱۲ کاله د تنفيذي بند سزا هم ورکړې ده.
بايد وويل سي، چي په افغانستان کي د ط..البانو له خوا د بدني سزاوو پېښي زياتي سوي دي. د بشر حقونو سازمانونه له ط..البانو غواړي چي د دغه ډول سزاوو لاس واخلي او انساني کرامت ته دي ژمن پاته سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights