له ایران او پاکستان څخه ۵۹۹ د افغان کډوالو کورنۍ تېره ورځ افغانستان ته راغلي

د ط..البانو تر کنټرول لاندي د کډوالو ستونزو ته د رسېدني عالي کمېسیون اعلان کړی چي یوازې تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۵۹۹ د افغان کډوالو کورنۍ بېرته افغانستان ته راغلي.
د ياد کمېسیون د معلوماتو له مخي، له دغو کورنیو څخه ۴۷ کورنۍ د نیمروز د ورېښمو پله، ۱۱۷ د هرات د اسلام‌کلا، ۱۶ د هلمند د بهرامچې او ۴۱۹ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لاري افغانستان ته داخلې سوي دي.
د کډوالو چارو مسؤلین وایي، د راستانه سوو کورنیو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي چي دلته افغانستان کي بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights