اروپايي ټولني د افغانستان د روغتيايي برخي د ملاتړ له پاره يو ميليون يورو مرسته کړې

د روغتیا نړۍوال سازمان د سې شنبې په ورځ ناوخته اعلان کړی چي اروپايي ټولني د افغانستان د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا له پاره له دغه سازمان سره یو میلیون یورو اضافي مرسته کړې ده.
د روغتیا نړۍوال سازمان په وینا، د مي میاشتي راهیسي د اروپايي ټولني ټوله مالي مرسته اوو میلیونو یورو ته رسېدلي دي.
د دغو پیسو له لاري به دا بنسټ وکولای سي، چي بیړني روغتیايي خدمتونه پراخ کړي او په ټول افغانستان کي هغو خلګو ته، چي روغتیايي اسانتیاوو ته لاس‌رسی نه لري.
دغه مرسته به دغه راز تازه راغلو کډوالو سره په روغتيايي برخو کي ولګول سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights