د پاکستان د پوځ مشر، جنرال عاصم منیر، ویلي چي د پاکستان پر ځمکنۍ بشپړتیا هر ډول مستقیم یا غیر مستقیم برید به له قاطع او سخت غبرګون سره مخ سي.
نوموړي دا څرګندوني د پوځ په ستر مرکز کي د بلوچستان د ملي ورکشاپ ګډونوالو ته د وینا پر مهال وکړې.
جنرال منیر ټینګار وکړ چي پاکستان د سیمي ثبات او سولي ته ژمن دي، خو د هیواد پر خاوره به هېڅ ډول تېری ونه زغمي او د خلګو د امنیت او سوکالۍ له پاره به ئې هڅي دوام ولري.
نوموړي همداراز وویل، چي په بلوچستان کي یو شمېر وسلهوالي ډلي، چي بهرني ملاتړ لري، د خلګو او پرمختګ پر ضد فعالیتونه کوي.
د پاکستان د پوځ مشر ژمنه وکړه چي د دغو ډلو پر ضد به ټول لازم اقدامات وسي او بلوچستان به له هر ډول ګواښ څخه پاک وساتل سي.
