په ننګرهار کي ط..البانو د سيد اسحاق ګيلاني ښارګوټی دولتي اعلان کړی

د ط..البانو تر واک لاندي د عدليې وزارت اعلان کړی، چي د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کي د سید اسحاق ګیلاني ښارګوټی ئې دولتي اعلان کړی دئ.
د‌ ط..البانو دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، نوموړی ښارګوټی شاوخوا پنځه زره او ۶۴۰ جریب مساحت لري او تر څېړنو وروسته د محکمې د شرعي پرېکړي له مخي دولتي تثبیت سوی دئ.
ياد وزارت د دغه ښارګوتي د رانیوونکو څخه غوښتي چي د خپل حق ترلاسه کولو له پاره دي د نوموړي ښارګوټي پلورونکو ته مراجعه وکړي او د نه ورکړي په صورت کي ئې په وړاندي شکايت هم ثبتولای سي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights