د بدخشان ولایت څخه ځايي سرچينو د چهارشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د اسماعیلي مذهب د مشهوره شاعر، دیوان شاه، مقبره د زیباک ولسوالۍ په خلخان کلي کي تېره شپه نامعلومو کسانو سوځولې ده.
ویل کېږي دا مقبره چي په یوه تاریخي ځای کي موقعیت لري، له دې وړاندي هم څو ځله د تخریب او کیندلو هدف ګرځېدلې وه.
ځايي اوسېدونکي زیاتوي چي دیوان شاه په ۱۱۰۳ هجري قمري کال کي وفات سوی و او د ده د مړینې کلیزه هر کال د حوت په پنځلسمه د هغه پلويان لمانځي.
سرچینې وايي، تر اوسه دا نه ده معلومه چي دا کار چا کړی او ط..البانو ئې هم په اړه څه نه دي ويلي
