په ارزګان کي د پنبې د پروسس فابریکه فعاله سوې

د ارزګان ولایت سوداګر وايي چي د دغه ولايت په دهراود ولسوالۍ کي د يو افغان تجار له خوا د ۲۷ ميليونه افغانيو په ارزښت د پنبې د پروسس يوه خونه جوړه او ګټي اخيستني ته وسپارل سوه.
په دغه فابريکه کي۵۰ ځوانانو ته د کار زمينه هم مساعده سوې ده.
په دغه فابريکه کي د پنبې پروسس، غوړي، صابون او کنجاره توليدېږي.
بايد وويل سي، چي په ارزګان ولايت کي دا لومړی ځل دئ، چي د پنبې د پروسس، د غوړ اوصابون توليد فابريکه په کښي فعاله کېږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights