د بشري حقونو د مدافعينو ټولني په یوه اعلاميه کي ویلي چي له پاکستان څخه په ډله ییزه توګه د افغان مهاجرو شړل د نړۍوالو بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.
یادي ټولني ویلي هغه مهاجر چي افغانستان ته رسېدلي له خپلو اولیه حقونو محروم دي او اکثره یې له تاوتریخوالي سره مخ دي.
یادي ټولني زیاته کړې چي په دومره لوړ شمېر افغانان افغانستان ته استول نه یوازي د نړۍوالو بشري حقونو څخه سرغړونه ده،بلکي د پاکستان د داخلي قانون څخه هم سرغړونه ده.
دوی د پاکستان د قضايي او قانوني بخشونو څخه غوښتنه کړې چي د افغان مهاجرو د ایستل دي د داخلي او نړۍوالو قوانینو په رڼا کي تر سره کړي
