د پاکستان پوځ وايي په بلوچستان کي ئې ۶ وسله وال وژلي

د پاکستان پوځ د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي د پاکستان د‌بلوچستان ايالت په ډالبندین سيمه کي ئې ۶ وسله وال په نښه کړي او وژلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه وسله والو په ياده سيمه کي د غره په سمڅه کي مرکز جوړوی چي پاکستان پوځ وژلي دي.
تر اوسه د پاکستان د‌ دولت مخالفو ډلو د پاکستان د پوځ د دغي ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights