په کراچي ښار کي ۴۵ افغانان د قانوني اسنادو نه درلودلو له امله پوليسو نيولي

د پاکستان پولیسو ویلي، چي په کراچي ښار کي ئې ۴۵ افغان کډوال نیولي دي.
د چارواکو په وینا، یاد کسان د اقامت قانوني اسناد نه‌ درلودل او د پولیسو له خوا بېلابېلو توقیف‌خونو ته انتقال سوي دي. ځايي چارواکي زیاتوي، چي د هغو افغانانو نیول دوام لري، چي د استوګني قانوني جواز نه لري، او دا چاره به تر هغو روانه وي، څو ټول غیرقانوني کډوال ونيول سي او افغانستان ته ئې وشړي
په ورته وخت کي بيا د بشرحقونو مدافعين د پاکستان د‌ حکومت پر دغه اقدامات نيوکه کړې او ويلي ئې دي چي پاکستان د کډوالۍ په برخه کي خپلي ژمني ماتي کړي او نړۍوال اصول ئې تر پښو لاندي کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights