په سمنګان کي يو ځوان د‌ غريبۍ له امله ځان وژنه کړې

د سمنګان څخه ځايي سرچينو د پنج شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په مرکز کي يو ځوان د غريبۍ او اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې ده.
د سرچينې په وينا چي دغه ۲۵ کلن ځوان په يو باغ کي ځان ځړولی دئ.
په ورته وخت کي د سمنګان امنيتي ط..البانو هم دغه پېښه څراغ تلوېزيون ته تائيد کړې؛ خو په اړه ئې نور جزئيات نه دي ورکړي.
باید وويل سي، چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي د بېکارۍ، غريبۍ، اقتصادي او رواني ستونزو له امله په ځوانانو کي د ځان وژني د پېښو ګروف لوړ سوی دئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights