د بریتانیا دفاع وزارت ویلي چي د افغان کډوالو د ځای پر ځای کولو او له پخوانیو کارکوونکو سره د مرستي پروژو کي شاوخوا ۵۰ شخصي معلومات افشا سوي دي.
د دغه وزارت وزیر، ډیویډ ویلیامز، په یوه رسمي لیک کي یادونه کړې چي دا معلومات د «افغانانو دبيا مېشتيدني مرستي او د محلي کارکوونکو ته د ګواښ په پروګرامونو پوري تړلي دي.»
د وزارت د معلوماتو له مخي، یوازي پنځه پېښي ئې د معلوماتو د ساتني ادارې ته رسماً راپور سوي دي.
د هغه په وينا چي زیاتره دغه سرغړوني هغه مهال رامنځ ته سوي چي ایمیلونه یا واټساپ پیغامونه، چي شخصي معلومات په کښي شامل وو، ناسمو کسانو ته استول سوي وو
