د کندهار ښاروالۍ د احمدشاهي جادې د پراختیا په موخه د هغو ودانیو او ملکیتونو د نړولو چارو پیل کړي دي، چي د دې پروژې په مسیر کي راځي.
د ط..البانو د کندهار د ښاروالۍ ویاند سیفالله عاصم وايي، چي د احمد شاهي جادې په مسير کي د نړولو دا لړۍ دچهارشنبې په ورځ ناوخته پيل سوې ده.
دعاصم په وينا چي د يادي پروژې څخه د کورونو اغېزمنو مالکانو سره به د بدیلو مځکو په ورکولو کي بشپړ شفافیت مراعات سي.
د نوموړي په وینا، یادو کسانو ته به د کندهار ښار په عینومېنه سیمه کي د اسنادو تر ارزوني وروسته د هغوی د ملکیتونو د ارزښت په اندازه مځکي ورکړل سي.
د يادوني وړ ده، چي دا جاده له سردار مدد خان څلور لاري څخه تر ډنډ څلور لاري پوري پراخه کېږي
