د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پنج شنبې په ورځ اعلان کړی، چي روانه اوونۍ کي ۵۸ تنه افغانان د پاکستان له زندانونو څخه ازاد سوي.
یاد وزارت زیاتوي، دغو کسانو دوې میاشتي د پاکستان په زندانونو کي تېري کړي وې، چي تر ازادېدو وروسته د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي دي.
د ط.البانو د دغه وزارت د معلوماتو له مخي، تر دې وړاندي هم په جلا اقدام کي ۱۴۸ تنه افغانان له پاکستاني زندانونو څخه ازاد سوي وو
