په هلمند کي يو ځوان د غريبۍ له امله ځان وژنه کړې

د هلمند څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په موسی کلا ولسوالۍ کي يو ځوان د غريبۍ او اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې ده.
د ځايي خلګو په وينا چي دغه ځوان نصير احمد نومېدی او تېره ورځ ئې په خپل کور کي ځان وژنه کړې وه.
ط..البانو تر اوسه پوري د نصيراحمد د ځان وژني په اړه څه نه دي ويلي.
باید وويل سي چي يوه ورځ وړاندي په سمنګان ولايت کي هم يو ځوان د اقتصادي ستونزو او غريبۍ له امله ځان وژنه کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights