په اسلام اباد کي افغانه سندرغاړې اسما وصال پوليسو نيولې

د افغاني سندرغاړي اسما وصال د کورنۍ غړو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي تېره ورځ د اسلام اباد پوليسو اسماوصال نيولې او د حاجي په نوم د‌ کډوالو کمپ ته ئې انتقال کړې ده.
د هغې د کورنۍ غړي وايي هغه په جبري ډول افغانستان ته د لېږلو د خطر سره مخامخ ده.
د دغي سندرغاړي کورنۍ وايي چي هغه د پاکستان پوليسو ځکه نيولې چي د ويزې وخت ئې پای ته رسېدلی و.
تر اوسه د پاکستان پوليسو د اسماوصال د نيول کېدو په اړه څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي چي پاکستان په دې وروستیو کي د هغو افغان کډوالو د نيولو لړۍ هم چټکه کړې چي په افغانستان کي د خطر سره مخ دي او لويديځو هيوادونو تګ ته په پاکستان کي انتظار دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights