د ط..البانو مخالفي د افغانستان د ازادۍ جبهې په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي چي د چهارشنبې په ماخستن ئې د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کي د ط..البانو پر يوه نظامي موټر ئې بريد کړی دئ.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه بريد پر مهال ئې دوه ط..الب جنګيالي وژلي او يو بل ئې ټپي کړی دئ.
د يادوني وړ ده، چي تر اوسه د کندهار امنيتي ط..البانو د ازادۍ د جبهې د دغي ادعا په اړه څه نه دي ويلي.
