د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) وایي، په افغانستان کي د ط..البانو تر واکمنۍ لاندي د ښځو او نجونو حقوقو ته جدي ګواښونه متوجه سوي او د دوی وضعیت ورځ تر بلي خرابېږي.
یوناما دا څرګندوني د جمعې په ورځ، د ملګرو ملتونو د اتيايمي کلیزې په مناسبت، په یوه تازه راپور کي کړي دي.
راپور زیاتوي چي د زدهکړو، کار او ټولنیزو فعالیتونو په برخو کي پر ښځو او نجونو محدودیتونه د ط..البانو له خوا زیات سوي، چي دا چاره د افغانستان راتلونکی له جدي خطر سره مخ کوي.
یاد دفتر د افغانستان اوسنی بشري وضعیت د اندېښني وړ بللی او ویلي ئې دي چي بشري بحران هلته له نړۍوالو جدي بحرانونو څخه شمېرل کېږي.
دغه دفتر ويلي، چي په افغانستان کي ډېر خلګ د لوږي سره مخ دي او بېړنيو مرستو ته اړتیا لري
