د ازادۍ جبهه وايي په کندز کي ئې يو ط..الب وژلی او يو بل ئې ټپي کړی

د ط..البانو مخالفي د افغانستان د ازادۍ جبهې د جمعې په ورځ په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي چي د پنج شنبې په ماښام ئې د کندز ښار په چرم ګرۍ سيمه کي ئې د ط..البانو پر يوې پوستې بريد کړی.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه بريد پر مهال ئې يو ط..الب جنګيالي وژلی او يو بل ئې ټپي کړی دئ.
تر اوسه د کندز امنيتي ط..البانو د ازادۍ د جبهې د‌ دغي ادعا په اړه څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي، چي تر دې وړاندي د ازادۍ جبهې ويلي و، چي په کندهار ولايت کي ئې هم دوه ط..البان وژلي او يو بل ئې ټپي کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights