د ط..البانو مشر م.لا هب.ت الله د لوړو زدهکړو وزارت ته تازه لارښوونه کړې، چي د خپلو چارو په ترسره کولو کي دي د ديني عالمانو سره نژدې سلا مشورې کوي او د محصلینو د مسلکي زدهکړو ترڅنګ دي د هغوی د عقیدوي، فکري او مذهبي روزني پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د لوړو زدهکړو وزارت په یوه خپره سوې خبرپاڼه کي ویلي، په دې وزارت کي د ط..البانو د لوړپوړو چارواکو په ګډون یو مهم غونډه د هیواد د تعلیمي نظام د لا پیاوړتیا په موخه ترسره سوې وه.
په غونډه کي د ط..البانو د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم د ط..البانو د مشر م.لا هب.ت الله پیغام ولوست.
په پیغام کي د عالمانو د علمي او دیني مقام یادونه سوې او ټینګار سوی چي د لوړو زدهکړو وزارت باید د تصمیم نیولو پر مهال د علماوو له مشورو کار واخلي.
د م.لاهب.ت الله په پيغام کي راغلي «مدرسه، پوهنتون، مکتب او ټولنه د نظام مهمي ستني دي او د هغوی اصلاح د ټول نظام د ثبات سبب ګرځي.»
د هغه په پيغام کي ويل سوي و، چي د پوهنتون استادان دي په خپلو ټولو چارو کي د م.لايانو څخه مشورې اخلي
