د ترکیې د سویل لویدیځ په بودروم ساحلي ښار کي د کډوالو وړونکې یوه کوچنۍ بادي کښتۍ په اوبو کي ډوبه سوې چي له امله ئې د یوه قاچاقبر په شمول ۱۶ تنه وژل سوي دي.
چارواکي وایي، په دې پېښه کي دوه کسان ژغورل سوي دي چي یو ئې افغان وګړی دئ.
راپورونه وايي چي یادي کښتۍ هڅه کول، چي دغه کډوال په غیرقانوني ډول اروپا ته انتقال کړي.
تر اوسه د پېښي د علت او د پاته کسانو د برخلیک په اړه نور معلومات نه دي خپاره سوي.
