د افغانستان بې حسابه کانونه

د طالبانو د اقتصادي مرستیالۍ اداره ويلي، اوس مهال د افغانستان په بېلابېلو سيمو کي د ۲۹ لوي‌و کانونو او ۱۷۵ وړو کانونو د استخراج چاري رواني دي. د طالبانو په وينا، دا استخراج د سرو زرو، مسو، اوسپني، مرمرو، ډبروسو، جپسم، رخام او نورو طبيعي زېرمو په ګډون ترسره کېږي.

د طالبانو د رئيس‌الوزرا اقتصادي مرستیالۍ دفتر د زمري په ۲۵مه په يو خبرپاڼه کي ادعا کړې چي د دغو کانونو د استخراج له امله لږ تر لږه ۱۷۰ زره افغانان په مستقيم يا غيرمستقيم ډول په کار بوخت سوي دي. خو په خبرپاڼه کي د تړونونو د څرنګوالي، د پروژو د ټول ارزښت، او د استخراج سويو عوايدو د لګښت څرنګوالي په اړه هېڅ جزئيات نه دي ورکړل سوي.

د طالبانو مشران تل دا شعار ورکوي چي د افغانستان د پرمختګ لپاره د اقتصاد پر محور ولاړه تګلاره لري. د همدې پاليسۍ د عملي کولو په موخه، طالبانو تر اوسه د افغانستان د ګڼو کانونو د استخراج تړونونه له کورنیو او بهرنيو شرکتونو سره لاسليک کړي دي.

کارپوهان وايي، له هغه وخته چي طالبان پر افغانستان واکمن سوي، د کانونو د استخراج بهير بې له خپلواکه څارني، مالي شفافيت او چاپېريالي معيارونو ترسره کېږي. يو شمېر بنسټونو طالبان د افغانستان د طبيعي زېرمو د لوټلو په تور تورن کړي دي.

د طالبانو د حکومت چارواکو څو ځله ويلي چي د دغو کانونو عوايد د انکشافي پروژو تمويل او د خپلو اداراتو د لګښتونو د پوره کولو لپاره کاروي.

افغانستان کي تر ټولو زيات استخراج سوي طبيعي مواد طبيعي ګاز، ډبروسک، مالګه، يورانيم، کروم، مس، زر او سپين زر دي.

په ۲۰۱۰ کال کي حکومت د ۱۷۰ میلیون ډالرو پانګي پر مټ د افغانستان د اورګادې لومړۍ پټلۍ بشپړه کړه، چي دا ۷۶ کیلومتره لاره د مزارشریف ښار د ازبکستان د اورګاډي له پراخو شبکو سره مښلوي. دا نوې لار به افغان صادرونکو ته لاره هواره کړي چي کانونه او نور توکي اروپا ته و لېږدوي. د چین میتالورژیکي شرکت (MCC) په افغانستان کي له لوګر ولایت څخه کابل لور ته د مسو د ایستلو لپاره د اورګاډي پټلۍ جوړوي.

د کان کېندونکو په وینا د منرالونو د تولید په برخه کي د ډېټا د کمښت له امله، په افغانستان کي د کان کېندنې د فعالیتونو په اړه لږ معلومات د لاس رسي وړ دي او همدارنګه دا معلومات محدود دي. د USGS د معلومات له مخه د باریت تولید نږدې ۲۰۰۰ متریک ټنه، کرومایټ ۶۰۰۰ ټنه او طبیعي مایع ګاز ۴۵۰۰۰ بېلره اټکل سوي دي. د بیارغوني او د زیربناوو د پراختیا د بهیر لپاره د ساختماني منرالونو اټکل ترسره سوی دی او ویل کېږي چي تولید یې مخ په زیاتېدو او د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه کوي. د ۲۰۰۹ کال په پرتله د سمنټو تولید ۱۳٪ زیات شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights