د خوست څخه ځايي سرچينو د شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په باک ولسوالۍ کي د پنج شنبې په ماخستن نامعلومو وسله والو د مدير خان په نوم د يوه ملکي کس پر کور حمله کړې ده، چي پر مهال باندي ئې مدير خان وژل سوی دئ.
د سرچينې په وينا چي تر بريد وروسته وسله وال په ډاډه زړه د سيمي څخه تللي دي.
بايد وويل سي، چي د خوست ط..البانو د دغي پېښي په تړاو تراوسه پوري هېڅ نه دي ويلي
