په ايران کي د موټر د چپه کېدو له امله ۲۳ افغان کډوال ټپيان سوي

د ایران د دولت رسمي خبري آژانس (ایرنا) خبر ورکړی، چي په هرمزگان ولایت کي د افغان کډوالو یو موټر چپه سوی دئ.
د ايران د هرمزگان د بحراني وضعیت د مدیریت رئیس، مهرداد حسن‌زاده، ویلي چي په دې پېښه کي ۲۳ تنه افغان کډوال ټپیان سوي او یو کس وژل سوی دئ.
د يادي پېښي په تړاو تر اوسه پوري په تهران کي د ط..البانو سفارت څه نه دي ويلي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights