د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف خبرداری ورکړی چي که د اسلامآباد او د افغانستان د ط..البانو ترمنځ رواني خبري پایله و نه لري، نو پاکستان به د ط..البانو پر ضد ښکاره پوځي اقدام وکړي. نوموړي دا څرګندوني د شنبې په ورځ، په سیالکوټ کي له رسنیو سره وکړې.
آصف ويلي چي دا مهال د دواړو خواوو ترمنځ د اختلافاتو د حل له پاره خبرې په استانبول کي رواني دي.
هغه ټینګار کړی چي پاکستان د افغان کډوالو کوربه پاته سوی، خو د سرحدي بریدونو دوام د زغم وړ نه دئ.
بايد وويل سي، چي دواړو خواوو څو ورځي وړاندي پر اوربند هوکړه کړې، خو پاکستان وایي که خبرو پایله ورنه کړي، پوځي اقدام به وکړي.
