د ط..البانو د لوړو زدهکړو وزير ندا محمد نديم په ارزګان پوهنتون کي محصلانو ته د يوې غونډي پر مهال ويلي، چي افغانستان راتلونکي نسل ته امانت دئ او له ځوانانو ئې غوښتي چي دغه امانت په ښه ډول وساتي.
هغه محصلانو ته په خطاب کي ويلي، چي د ځیرک موبايلانو څخه دي کمه او مثبته ګټه واخلي.
هغه ويلي، چي محصلان دي ډېر وخت پر زده کړو تېر کړي په موبايل او انټرنیټ کي دي د شريعت خلاف شيانو پر کتلو خپل وخت نه مصرفوي.
د ط..البانو د لوړو زده کړو وزير دغه څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي د ط..البانو مشران په دې هڅه کي دي، چي په افغانستان کي انټرنيټ پرې کړي.هغوی دغه کار ځکه کوي، چي په وينا چي د انټرنيټ کارونکي د شريعت خلاف شيان په کښي ګوري.
