فايق: ط..البان د افغانستان د فرهنګ او تاريخ دښمنان دي

په ملګرو ملتونو کي د افغانستان دايمي استازي نصيراحمد فايق د ط..البانو له خوا د فارسي ژبي د استاد، ليکوال او شاعر خليل الله خليلي مقبره نړول غندلې ده.
هغه ويلي چي ط..البان په ښکاره ډول باندي د افغانستان د‌ فرهنګ، تاريخ او فرهنګي ميراثونو دښمنان دي.
فایق ویلي، دا اقدام د افغانستان فرهنګ، تمدن او ملي هویت سره د دښمنۍ دوام دئ او هدف ئې د هیواد فرهنګي میراث له منځه وړل دي. نوموړي ټینګار کړی چي ط..البان د افغانستان د فکري او فرهنګي ارزښتونو اصلي دښمنان دي.
دا څرګندوني وروسته له هغه کېږي چي ط..البانو د استاد خلیل‌الله خلیلي مقبره د کابل پوهنتون په انګړ کي تخریب کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights