د پاکستان پوځ: په خیبرپښتونخوا کي ئې ۱۱ وسله وال وژلي

د پاکستان پوځ ويلي، چي تېره ورځ ئې د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په ټانک سيمه کي د تحريک ط..البان پاکستان ۱۱ غړي د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال وژلي دي.
د پاکستان پوځ ويلي، چي دغو وسله والو په غوښتل چي د پاکستان پر پوځ باندي بريد وکړي؛ خو پلان ته تر رسېدو مخکي په نښه سوي او وژل سوي دي.
دغه راز د پاکستان پوځ ويلي، چي درې وسله وال ئې په شمالي وزيرستان کي په نښه کړي او وژلي دي.
د هغوی په خبره چي دغه درې وسله والو په يوه موټر کي بم ځای پر ځای کوی، چي د پاکستان پوځ وژلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights