د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د تازه شمېرو له مخي د ۲۰۲۵ ميلادي کال له پیل څخه تر د اکتوبر دوهمي اوونۍ پوري، په دغه هیواد کي ۳۰ زره او ۹۹ افغان مهاجر د قانوني اسنادو له نشتوالي له امله نیول سوي دي.
د ترکيې د کورنيو چارو وزارت تر اوسه دا نه ده روښانه کړې چي نیول سوي افغانان له ترکيې څخه شړل سوي دي که نه، خو زیاتوي چي عملیات لا هم روان دي.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، افغانان د ټولو نیول سویو مهاجرانو په سر کي ځای لري، او تر هغوی وروسته د سوریې، ازبکستان، ترکمنستان او ایران اتباع زیات نیول سوي دي.
د ترکیې چارواکو ټینګار کړی چي هېچا ته به د غیرقانوني اوسېدو اجازه ور نه کړل سي.
