افتاب شېرپاو: د خواجه اصف څرګندوني د ط..البانو او پاکستان د خبرو بهیر ته زیان رسوي

د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر افتاب احمدخان شېرپاو د دغه هیواد د دفاع وزیر خواجه اصف وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي ئې دي چي دا ډول خبري د ط..البانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو بهیر ګډوډوي.
شېرپاو ټینګار کړی چي باید دواړه هیوادونه ستونزي د خبرو له لاري حل کړي.
د یادوني ده چي د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف يوه ورځ وړاندې ویلي و، که د افغانستان د ط..البانو سره خبري ناکامه سي، نو ښايي ښکاره جګړه پېښه سي.
افتاب شېرپاو دغه خبري غیرمسؤلانه بللي او له حکومته ئې غوښتي چي له دا ډول څرګندونو ډډه وکړي، څو د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکي خرابې نه سي.
خواجه اصف دغه څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي د ترکيې په استانبول ښار کي د ط..البانو او پاکستان ترمنځ د وروستيو شخړو له امله مذاکرات روان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights