د ط..البانو د غزني د امنيې قومندانۍ وياند خالد سرحدي وايي، چي د یکشنبې په ورځ سهار مهال د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کي مازدا او هايلکس موټر ټکر کړی، چي پر مهال ئې ۴ کسان وژل سوي او د کوچنيانو په ګډون ۱۶ کسان نور ټپيان سوي دي.
د هغه په وينا چي ددغي ترافيکي پېښي قربانيان د پاکستان څخه تازه راغلي افغان کډوال وو، چي کندز ته روان وو.
