فرشته عباسي ترکيه دي د افغان خبریالانو ساتني ته پاملرنه وکړي

فرشته عباسي، د بشر حقونو د څار سازمان د آسيا څانګي څېړونکي، له ترکيې غوښتنه کړې چي د افغانستان د هغو خبریالانو ته د ساتني زمینه برابره کړي، چي په دغه هیواد کي مېشت دي.
عباسي پر خپل ایکس‌پاڼه کي لیکلي چي ترکيه باید افغان خبریالانو ته د نړۍوالو ملاتړونو او د اوسېدو او کار اجازه ورکړي، څو له احتمالي ګواښونو خوندي پاته سي.
هغې دغه غوښتني پر داسي مهال کړي چي د بشر حقونو د څار سازمان تازه د افغان خبریالانو د شړلو په اړه له ګاونډیو هيوادونو، په ځانګړي توګه له پاکستان، اندېښنه څرګنده کړې ده.
د یاد سازمان د معلوماتو له مخي، لسګونه افغان خبریالان چې د ط..البانو له بیا واکمنېدو وروسته ترکيې ته تللي، دا مهال له نامعلوم برخلیک او د اخراج له ګواښ سره مخ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights