په کابل کي د ایران د سفارت سرپرست عليرضا بېکدلي، ویلي دي چي د ایران حکومت هڅه کوي د افغانستان سره خپلي اقتصادي اړیکي پیاوړي کړي او د وارداتو په برخه کي له دې هیواد څخه ګټه واخلي.
بېکدلي ویلي، ایران غواړي هغه توکي چي پخوا به یې له نورو هیوادونو واردول، اوس له افغانستانه ترلاسه کړي، څو هم د دواړو هیوادونو سوداګري پراخه سي او هم د سیمي د هیوادونو ترمنځ اقتصادي تړاو زیات سي.
د ده په وینا، د دې نوي همکارۍ په لومړي پړاو کي ایران پلان لري له افغانستانه غوښه، پنبه او یو شمېر نور کرنیز محصولات وارد کړي.
نوموړي زیاته کړه چي د دې کار هدف د دواړو هیوادونو ترمنځ د متقابل باور او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا ده، او هڅه کېږي چي دا بهیر په تدریجي ډول پراخ سي.
