ټرمپ: د پاکستان او ط..البانو ترمنځ شخړه جدي نه بولم، ژر به حل سي

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ویلي، سره له دې چي د پاکستان او ط..البانو ترمنځ سیاسي فضا یو ځل بیا ترینګلي سوې هغه وايي چي دا وضعیت به ژر حل سي او نوموړی دا مسله د بیړني اقدام وړ نه بولي. ترمپ دغه څرګندونې د مالیزیا په پلازمېنه کي د جنوب ختیځي آسیا د هیوادونو د اتحادیي د مشرانو په غونډه کي کړي دي.
ترمپ ټینګار کړی چي د خپل حکومت په دوره کي ئې د جګړو د ختمولو له پاره عملي ګامونه پورته کړي او په تېرو اتو میاشتو کي ئې اته خونړۍ شخړي درولي دي.
نوموړي د پاکستان او ط..البانو ترمنځ د اوسني کړکېچ په تړاو ویلي، “زه باور لرم چي دا ستونزه به ژر حل سي او دا مهال اړتیا نه وینم چي سمدستي اقدام وسي.”
د ترمپ دا څرګندوني وروسته له هغه کېږي چي د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف خبرداری ورکړی، که له ط..البانو سره رواني خبري نتیجه ورنه کړي، اسلام‌اباد به له ط..البانو سره ښکاره جګړه پیل کړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights