تېره ورځ د پاکستان او ايران څخه ۷۶۹ د افغان کډوالو کورنۍ افغانستان ته راغلي

د ط..البانو تر ادارې لاندي د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د شنبې په ورځ (لړم ۲مه) له ایران او پاکستان څخه ۷۶۹ د افغان کډوالو کورنۍ بېرته افغانستان ته راغلي.
د‌ خبرپاڼي د معلوماتو له مخي، له دغو کورنیو څخه ۳۳ د ورېښمو پله او ۴۳ د اسلام کلا له لاري د ایران له خاوري څخه افغانستان ته داخل سوي، همداراز ۶۹۳ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لاري له پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
دا په داسي حال کي ده، چي په دې وروستيو کي د پاکستان دولت د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ چټکه کړې او هره ورځ زرګونه افغان کډوال په زور او جبر افغانستان ته ليږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights