د کندهاره روسیې ته د انارو صادرات پيل سوه

د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئیس عبدالاحد صدیقي څراغ تلوېزيون ته ويلي چي د لومړي ځل له پاره د دې ولایت څخه د انارو صادرات روسیې ته پيل سوي.
هغه ويلي چي د صادراتو لومړۍ محموله چي شاوخوا ۲۵ مټریک ټنه انار په کښي شامل دي، یکشنبې په ورځ د هرات د تورغونډۍ بندر د لاري د روسیې پلازميني مسکو ته لېږدول سوي.
هغه ويلي سږ کال به د کندهار څخه روسیې ته تر ۲۵۰ مټریک ټنو پوري انار صادر سي.
د کندهار څخه د انارو صادرات پر داسي مهال روسيې ته پيل سوي، چي په دې ولايت کي د انارو د راټولولو فصل پیل سوی، خو له شاوخوا دوو اونیو راهیسي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې دروازې د ټرانزیټ پر مخ تړل سوې او د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري تر ډېره درېدلي ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights